IQNA

د لبنان حزب الله ګائيډیډ توغندي او ډرونز  جوړوي  

6:33 - February 17, 2022
د خبر لمبر: 3485426
تهران (ایکنا) –سید حسن نصر الله  ټينګار وکړ، مونږ  دغه توانمني لرو ، چې خپل په زرګونو توغندي په ګائيډیډ توغندیو بدل کړو  او له مودو راهسې  مو د ډرونز جوړول هم پیل ړي دي  او اسرائيل چې  د مونږ د دتوغندیو د ځایونو  په موندلو پسې دی باید پوهه دې شي ، چې  مونږ خپل توغندي یوځاي نه ساتو  او په بې صبرۍ سره  دتاسو په انتظار کې یوو.

ایکناخبری آژانس د المینار له قوله راپور راکړ  د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا.. بیګا دمقاومت د شیدو قوماندانانو  دیاد اوخاطرې ددرنښت په دستورو کې پخپلې وینا کې د حضرت امیرالمومنین  امام علی علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مبارکۍ  وئيلو سره  روښانه کړې ده ، کله چې  د امام علی علیه السلام نامه یادوو ،نو دخداوندمتعال شکر کوو او   دخپلو مور اوپلار  هم مننه کوو ،  چې مونږ  ئې له ماشومتوبه  دهغه بزرګوار  له عشق او  مینې  او پيژندګلوۍ سره روزلي یوو .

 سید حسن نصر ا... ووئيل ،  په ۱۹۸۲ کال کې د صهیونیستي جنایتکار رژيم  یرغل ، د سیمې ، فلسطین او سورئې  لپاره یو اصلي او استثنائي ګواښ ؤ ، خو  د لبنان لپاره تر ټولو ستر ګواښ ؤ  ، ځکه  دلبنان هویّت ئې له خطرې سره مخ کړ او  مقاومت  د  حزب ا... پشمول  د درستو مبارزو ډلو  په همت او کلکې دریدا سره  دلبنان د هویّت پاسداري اوحفاظت وکړ  او د شهیدا راغب حرب ، سید عباس موسوي قاسم سلیماني  او عماد مغنیه پشمول ئې دخپلو ډيرو میړنیو مشرانو اوقوماندانانو قربانۍ ورکړي دي . 

دلبنان دحزب ا...غورځنګ  عمومی منشي  همداراز روښانه کړه ، اوس د اسرائيلو له بحران ځپلي او پوځ  او جنایتکار رژيم  په وړاندې دریدلي یوو او  په دغو شرائطو کې ځینو هیوادونو له غاصب رژيم سره  خپلې اړیکې عادي کړي څو  نیواکګر دښمن   لپاره د پيسو په ډالئ کولو سره  خپل ژوند او څوکۍ وساتي او د جنایتکار رژيم ژوند اوږد کړي .

 سید حسن نصر الله  ټينګار وکړ، مونږ  دغه توانمني لرو ، چې خپل په زرګونو توغندي په ګائيډیډ توغندیو بدل کړو  او له مودو راهسې  مو د ډرونز جوړول هم پیل ړي دي  او اسرائيل چې  د مونږ د دتوغندیو د ځایونو  په موندلو پسې دی باید پوهه دې شي ، چې  مونږ خپل توغندي یوځاي نه ساتو  او په بې صبرۍ سره  دتاسو په انتظار کې یوو.

https://iqna.ir/fa/news/4036900/شهید-مغن  

captcha